کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو جورې شوې پروژې د ستایلو لپاره ارزونې ته وړاندې شوې!

yasin
Thu, Mar 21 2024 10:41 AM
555

یکشنبې ورځ ٧/٩/۱۴۴۵ هــ ق چې له ٢٧/١٢/١٤٠٢ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو جورې شوې پروژې د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو په حضور کې د درې مخکښو پروژو انتخاب لپاره ارزونې ته وړاندې شوې.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

یادې پروژې د (د اوبو مدیریت رباتیک پروژه، د میوو او سبزیجاتو د خرڅلاوي آنلاین سایټ، د کمپیوټر ساینس پوهنځي اصطلاح ګانو لپاره ډیکشینري، د شفاخانو لپاره آنلاین مدیریتي سیسټم او د تجارت آنلاین سیسټم ) په برخو کې د محصلینو لخوا پروژې ارزونې ته وړاندې شوې.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" خپلو خبرو کې محصلینو ته د کامیابۍ هیله وکړه، زیاته یې کړه: د پوهنتون رهبري له تاسو سره په هره برخه کې پوره همکاري کوي، خپلو هڅو ته دوام ورکړئ او خپل هېواد ته د خدمت کولو جوګه وګرزئ.

همدارنګه، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال قربان علی "فروغ" د محصلینو هڅې وستایلې او د الله ج له درباره یې ټولو محصلینو ته د کامیابۍ هیله وکړه.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS