د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د Yunus Emre انسټیټوټ رئیس سره لیدنه وکړه!

keu_admin
Wed, Nov 15 2023 8:59 AM
5444

سې شنبې ورځ د 22/4/1445هــ.ق چې له 16/8/1402هــ.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د Yunus Emre انسټیټوټ رئیس او مسؤولینو سره لیدنه وکړه. په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس او علمي چارو مرستیال، یونس ایمره انسټیټوټ رئیس ښاغلي “ګونګور” او ور سره مل پلاوي ګډون درلود. په پیل کې د یاد انسټیټوټ رئیس ښاغلي حسین "ګونګور" په خپلو خبرو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې یاد انسټیټوټ سره یې همیشنۍ همکاري کړې، زیاته یې کړه: یاد انسټیټوټ د افغانستان په څلورو پوهنتونو او آسیایي هېوادونو کې کلتوري، معنوي، دیني او ښوونیزو برخو کې فعالیتونه لري او د ترکي ژبې په برخه کې کورسونه رامنځته کوي چې یاد پوهنتون کې د ترکي ژبې دیپارټمنټ سره د تدریس په برخه کې د انسټیټوت لخوا استادان همکاري کوي او راتلونکي میاشت کې د سیمینارونو دایرېدو په پار مو له تاسو سره لیدنه وکړه چې د یادو سیمینارونو په دايرولو کې مونږ سره همکاري وکړئ. وروسته د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ګډ فرهنګ، دین او د یاد هېواد همېشنۍ همکاریو اړوند خبرې وکړې، زیاته یې کړه: یاد انسټیټوټ تل د کابل ښوونې او روزنې له پوهنتون سره همکار پاتې شوی او له یاد انسټیټوټ څخه مننه کوو چې محصلینو ته په کلتوري، معنوي، دیني او ښوونیزو برخو کې سیمینارونه دایروي او مونږ د سیمینارونو په دایرولو کې پوره همکار یو. غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS