د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مرستیال پېژند غونډه!

keu_admin
Tue, Oct 03 2023 9:17 AM
4556

دوشنبې ورځ د 1445/3/10 هـ.ق چې له 1402/7/3 هـ.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت ته نوی مرستیال ښاغلی پوهنیار طاووس"محمدي" د پېژندنې په مناسبت، چې د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون درلود غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث والقران مولوي سید بشیر آغا “هاشمي” ښاغلي پوهنیار طاووس "محمدي" د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم په اساس د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ویې ویل: چې ښاغلی "محمدي" له ډېرې مودې راهیسې په پوهنتون کې دنده ترسره کړې د پوره تجربې او ښه علمي استعداد خاوند دی، د الله تعالی له درباره ورته په چارو کې کامیابي غواړو او هیله لرو چې د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې هېڅ ډول کوښښونه ونه سپموي.

وروسته د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان “رشیدي” د مبارکۍ ترڅنګ له نوي ټاکل شوي مرستیال څخه وغوښتل چې د خپلو تجربو او فکرونو په مرسته د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې له مونږ سره همکار اوسي.

په پای کې پوهنیار طاووس "محمدي" د ا.ا.ا او لوړو زده‌کړو وزارت مقام له باور څخه په مننې سره وویل: د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت مقام ته ډاډ ورکوم چې هېڅ ډول هڅې به ونه‌ سپموم او کوم مسؤولیت چې راته سپارل شوی په ښه توګه به یې ادا کړم.

په آخر کې غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS