د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون "پنځه کلن" استراتیژيک پلان پرانېست غونډه ترسره شوه !

keu_admin
Tue, Sep 26 2023 11:16 AM
774

شنبې ورځ د ۱/۷/۱۴۰۲ هـ.ش چې ۷/۳/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پنځه کلن (۱۴۰۱-۱۴۰۵) استراتیژيک پلان پرانېست غونډه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د پلان او پالېسۍ رئیس او ورسره مل پلاوي، د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري څانګو آمرینو، کارمندانو او محصلینو په شتون کې ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث و القران مولوي سید بشیرآغا "هاشمي" مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون استراتیژیک پلان کمیټې غړو څخه مننه وکړه او په یاده پرانېست غونډه کې یې د ګډون کولو په پار خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه چې د لوړو زده کړو وزارت څخه مو هیله ده چې د یاد استراتیژیک پلان په پلي کولو کې له مونږ سره هر اړخیزه همکاري وکړي؛ تر څو د دې پلان په پلي کېدو سره تر راتلونکي پنځو کلونو پورې په یاد پوهنتون کې شته ستونزې حل شي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالېسۍ رئیس ښاغلي مفتي رضوان الله "منیب" د وینا ترڅنګ خوښي څرګنده کړه: چې د یو اکاډمیک چاپېریال د راتلونکي پنځه کلن مسیر روښانېدو په غونډه کې ګډون کوو، ښاغلي "منیب" زیاته کړه، هره اداره چې موخې او پلان ولري هېڅکله شاته نه پاتې کېږي او یاد استراتیژیک پلان باید د کاغذ پر مخ پاتې نشي؛ بلکې د پلي کېدو علمي بڼه ولري.

په غونډه کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" په خپلو خبرو کې د غونډې له ټولو ګډون کوونکو څخه وغوښتل ترڅو د استراتیژیک پلان له هر اړخه ځان خبر کړي، زیاته یې کړه چې نوموړی استراتیژیک پلان مو د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست سره په همغږۍ جوړ کړی دی.

همدارنګه د غونډې په جریان کې ښاغلي دوکتور پوهندوی امید "افغان" نوموړی استراتیژیک پلان په یوه ځانګړي(PRESENTATION )کې ټولو ګډون کوونکو ته تشرېح او وړاندې کړ.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله "خیرخواه" د غونډې ګډون والو او پوهنتون رهبرۍ ته د نوموړي استراتیژیک پلان د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ وویل: ویاړو چې په داسې مجلس کې ګډون کوو چې د یو پوهنتون پنځه کلن مسیر د یو پلان او هدف له مخې تطبیق کېږي، زیاته یې کړه چې د چارو پرمختګ لپاره اړینه ده چې معلوم مسیر وي؛ ځکه چې د موخو او اهدافو ټاکل د یو منظم او ټاکلي پلان په وسیله کېږي او هیله مو داده چې نوموړی استراتیژیک پلان د کاغذ پر مخ نه؛ بلکې په عملي ډول پلی شي.

غونډه د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي، د پوهنځيو رئیسانو او اداري څانګو آمرینو ته د ستراتیژیک پلان په ډالۍ کولو او د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS