د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا هاشمي د سهار ستوري کلینیک له مسؤولینو سره ولیدل!

keu_admin
Sat, Sep 16 2023 11:26 AM
877

چهارشنبې ورځ د 1445/2/27 هــ.ق. چې له 1402/6/22هـ.ش نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا “هاشمي” د سهار ستوري کلینیک له مسؤولینو سره ولیدل.

د سهار ستوري کلینیک د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو، کارمندانو او محصلینو ته په روغتیایي برخو کې خدمات وړاندې کوي.

د پوهنتون رئیس ښاغلي "هاشمي" د یاد کلینیک روغتیايي کړنو او چارو له نږدې څارنې څخه وروسته په خپل کاري دفتر کې د یاد کلینیک له مسؤولینو سره ناسته ترسره کړه، ښاغلي “هاشمي” په خپله وینا کې د یاد کلینیک د همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ د پوهنتون اصولو او قوانینو په مراعات کولو، په روغتیايي برخه کې اړتیاوو ته په ټاکلي وخت رسېدلو او د باکیفیته درملو کارولو په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې، زیاته یې کړه چې د پوهنتون رهبري له یاد کلینیک سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او د کلینیک ستونزو ته به په وخت رسیدګي وکړي .

بل لور ته د سهار ستوري کلینیک مسؤولینو هم د پوهنتون رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې یاد کلینیک د پوهنتون اصولو او قوانینو په مراعات کولو او ژمنتیا سره خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي او په ټاکلي وخت کې به د پوهنتون استادانو، کارمندانو او محصلینو ته به په روغتیایي برخو کې رسیدګي وکړي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS