د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کمپیوټرساینس پوهنځي لخوا محصلینو ته د (Python) زده کړې ښوونیز پروګرام پیل شو!

keu_admin
Sat, Aug 26 2023 9:52 AM
4455

دوشنبې ورځ د ۳۰/۵/۱۴۰۲ هـ.ش چې له ۴/۲/۱۴۵۵ هـ.ق نېټې سره سمون لري د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، کمپیوټرساینس پوهنځي رئیس، د پوهنځي اړوند دیپارټمنټونو آمرینو او محصلینو په ګډون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استراتیژیکو پلانونو کمېټې لخوا محصلینو ته د (Python) زده کړې ښوونیز پروګرام پیل شو.

پرانېست غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان "رشیدي" په خپلو خبرو کې د کمپیوټر ساینس له پوهنځي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې، یادې برنامې د محصلینو لپاره ډېرې ګټورې دي او محصلین باید له وخت څخه په ګټه اخیستنې سره له یادو ښوونیزو پروګرامونو څخه پوره ګټه واخلي.

وروسته د برنامې مسوول ښاغلي پوهنمل اسدالله "محمدي" د یادې برنامې اړوند معلومات ورکرل زیاته یې کړه چې د دې برنامې اصلي موخه، د کمپیوټر پروګرام لیکلو پایتون(Python) برنامه کې د کمپیوټر ساینس د محصلینو مهارتونو ته وده ورکول او پیاوړي کول دي، نوموړي زیاته کړه چې، یادې برنامې دوامداره دي چې، په هر سمسټر کې به دوه میاشتیني کورسونه پلي کېږي او په یو تحصیلي کال کې به یوه ابتدایي او یوه پرمختللې برنامه پلي شي.

همدارنګه، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استراتیژیکو پلانونو کمېتې لخوا به د اتو ګونو پوهنځیو محصلینو او استادانو لپاره د ګرافیکونو طراحۍ، دیجیتالي محتوایاتو تولید او د ICDL برنامې منځ راوړي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS