کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دېپارتمنټونو آمرینو ته د (HEMIS) معلوماتي سیسټم ښوونیز ترنېنګ !

keu_admin
Sat, Jul 15 2023 10:15 AM
8787

سه شنبې ورځ د 23/12/1444 هـ.ق چې، له 20/4/1402 هــ.ش سره سمون لري د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې د دېپارتمنټونو آمرینو ته د (HEMIS) معلوماتي سیسټم د زده‌کړې په نامه ترنېنګ جوړ کړ.

یاد ترنېنګ د نهه‌ګونو پوهنځیو د دېپارتمنټونو آمرینو ته د پوهنتون په (ICT) مرکز کې د یوې ورځې لپاره جوړ شو، په یاد ترنېنګ کې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان “رشیدي” د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ آمر ښاغلي محمدمنصور واحدي، د (HEMIS) معلوماتي سیسټم مسؤول او ترېنر ښاغلي حکمت‌الله همت او د دېپارتمنټونو آمرینو ګډون کړی وو.

لومړۍ د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان “رشیدي” د لوړو زده‌کړو وزارت د )(HEMIS) معلوماتي سیسټم د ارزښت او په نوموړي سیسټم کې د دېپارتمنټونو آمرینو حساب(اکونټ) د ښېګڼو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: چې یاد سیسټم کې د دېپارتمنټونو آمرینو اکونټ جوړېدل د افغانستان په پوهنتونونو کې د پایلیک او کرېکلم برخې ثبت کولو لپاره مهم دی، همدارنګه د پروګرام له ګډونوالو یې وغوښتل چې له یاد ترنېنګ څخه پوره ګټه واخلي ترڅو په یاد سیسټم کې شته ستونزې د امکان تر حده حل شي.

وروسته د یاد پروګرام ترېنر ښاغلي حکمت‌الله همت د (HEMIS) سیسټم د دېپارتمنټونو آمرینو ځانګړي حساب (اکونټ) په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او ویې ویل چې په دې برخه کې د پوهنتون، لوړو زده کړو وزارت او د هېواد پوهنتونونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ورپسې ترنېنګ عملاً پیل شو.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS