د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته د P.T.C سازمان لخوا د مسلکي ودې پروګرام پیل شو!

keu_admin
Sun, Jun 11 2023 10:55 AM
7766

شنبې ورځ د ۲۰/۳/۱۴۰۲/ هــ.ش چې له ۲۱/۳/۱۴۴۴ هـــ.ق نېټې سره سمون لري د (P.T.C (PINNACLE TEACHING SOLUTIONS)) سازمان لخوا د (۱۴) ورځو لپاره زده کړییز پروګرام پیل شو.

یاد زده کړییز پروګرام د (کاناډا او امریکا) پوهنتونو استادانو لخوا په دوو برخو کې د پوهنځيو رئیسانو او آمرینو ته د (Advance Leadership) برخه کې او استادانو ته د (English For Science, Academic Writing) برخه کې، زده کړییز پروګرام به پرمخ یوړل شي.

د یاد پروګرام د افتتاحیې په غونډه کې د (P T S) سازمان رئیس دیوید آلن لندسې, استادانو، راغلي پلاوي، د پوهنتون معاونینو او استادانو ګډون درلود.

لومړی د پوهنتون رهبرۍ د ښه راغلاست تر څنګ د یاد سازمان څخه د دې زده کړییز پروګرام په پار منندویي وکړه او د پوهنتون د کارمندانو ظرفیت لوړوالي په برخه کې یې نېک ګام و شمېره او نوموړي سازمان ته یې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

وروسته د یاد سازمان رئیس ښاغلي دیوید آلن لندسي” په خپلو خبرو کې وویل: چې یاد سازمان له (۴۰) کالو راپدې خوا د استادانو ظرفیت لوړوالي په برخه کې په آسیایي هېوادونو کې فعالیت لري او د نوموړي سازمان عمده اهداف د استادانو ظرفیت لوړوالي لپاره د انګلیسي ژبې مهارتونو او د تدریس په برخه کې د لنډ مهالو سیمینارونو برابرول دي، ترڅو د زده کړییزه موادو ښه والي د زده کړې وړاندې کولو او د تدریس روېشونو لوړوالي لپاره کار وشي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS