په دولتي زده کړه اییزو بنسټونو کې د شرعیاتو او اسلامي ثقافت د استادانو او امامانو د جذب طرحې په اړه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او د دولتي پوهنتونونو استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه.

keu_admin
Thu, Aug 25 2022 4:38 PM
566

 

دغه ناسته چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو تلاوت سره پیل شوه، لومړی د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د پیل خبرې وکړې او د دې راټولېدنې اساسي موخې یې تشریح او راغلو استازو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي حقاني وویل: « په پوهنتونونو کې د دیني اړتیا په نظر کې نیولو سره، د ریاست الوزرا د حکم پر اساس د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شرعیاتو پوهنځي او د نارینه او ښځینه استادانو جذبولو په موخه، ۶۵۸ بستونه منظور شوي دي، چې ژر به دا پروسه پیل شي.»

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا بیا د استادانو ګمارنې پروسې پر شفافیت رڼا واچوله او ویې ویل: « د ریاست الوزا له لوري د یادو استادانو د ګمارنې پروسې شفافیت په موخه یوه کمېټه جوړه شوې، چې خپلو مسؤلیتونو ته به پوره توجو کوي او داسې اشخاص به پر دندو وګماري، چې د دې خاورې دیني ضرورتونه پوره کولی شي او دا استادان به د تحریري، تقریري ازموینو او اړوندو برخو کې د اسنادو درلودونکي وي.»

د دې راټولېدنې په وروستیو کې د ګډونوالو له ډلې ځینو یې پوښتنې ترسره کړې، چې د رهبرۍ له لوري ځوابونه ورکړل شول او دا ناسته په دعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS