په علمي کادر کې د شامېلدو لپاره د انګلیسی آزموینه

keu_admin
jk

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، بامیانو پوهنتون، غزني پوهنتون او د پنجشیر د لوړو زده کړو موسسې د بېلابیلو څانګو کادري بستونو د اړتیا او اعلان پر اساس، د ۱۴۰۱ کال د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د وری په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه د ماسترۍ او لېسانس په کچه، ښځینه‌و‌ او نارینه‌و په دواړو تحصیلي برخو کې برخه اخیستې وه، چې د دې پوهنتون د استادانو د همغږۍ څانګې له خوا ازموینه کې د شرایطو وړ پیژندل شوي ‌و. چې په دې ازموینه کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معین ډاکتر لطف الله خیرخواه او ورسره مل پلاوي شتون درلود، د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي، د مالی او اداری چارو مرستیال ښاغلي انجنیر سردارولی صالحی، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار فضل ربي فضلي، د انګلیسي ژبې او ادبیاتو د څانګې آمر ښاغلي پوهاند عبدالجلیل کهدستاني، چې د ازموینې له بهیر څخه يې لیدنه وکړه، د ازموینې د پیلیدو نه مخکې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشیدخان رشیدي د موضوع په اړه وینا وکړه او ګډون والو ته یې د لا زیاتو بریایتونو هیله وکړه، په تخنیکي برخه کې د معلوماتي تکنالوژي آمر ښاغلي محمد منصور واحدي د آزموینې په اړوند ګډونوالو ته لازمي لارښونې وکړې. د ښوونې او روزنې پوهنتون انګلیسي ژبې درې ورځنې آزموینه په بشپړ شفافیت او پرته له ستونزو څخه پای ته ورسېده.

Latest announcements

Sat, Oct 11 2025 2:55 PM
Background image

Announsment!

 

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږی آمریت د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست په همغږۍ د "ځوان نسل فکری روزنې" ترسرلیک لاندې د محصلینو . . .

Sat, Aug 23 2025 8:48 AM
Background image
Sun, May 18 2025 1:31 PM
Background image

Kabul Education University Announcement!


All students of Kabul Education University are hereby informed that the Student Services Coordination Directorate, in order to enhance students' capacity, is organizing the following . . .

Back to announcements