د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي زده‌کړو پوهنځي ته نوی رئیس وټاکل شو

keu_admin
Wed, Feb 16 2022 2:39 PM
6877

د ۱۴۰۰ کال د سلواغې میاشتې په ۲۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د اسلامي زده‌کړو پوهنځي ته د نوي ټاکل شوي رئیس ښاغلي ډاکترعبدالقدوس مظهري د معرفي کېدو په مناسبت محفل جوړ شو چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر سردارولي صالحي، د پوهنځیو رئیسانو ، د پوهنتون د ماسټرۍ (فوق لېسانس زده‌کړو) د مرکز آمر پوهاند فضل‌الحق فضل، استادانو، د اداري برخې ځینو کارکوونکو او مېلمنو ګډون پکې کړی و.

محفل د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي د موضوع په اړه وینا وکړه؛ استاد ته یې د اسلامي‌ زده‌کړو پوهنځي د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ویې ویل: د اسلامي زده‌کړو پوهنځی د دغه پوهنتون یو ښه او له لاسته‌راوړنو ډک پوهنځی دی. ښاغلي رشیدي له نوي ټاکل شوي رئیس څخه وغوښتل چې د خپلو تجربو په مرسته شته موخو ته ورسېږي. د دې تر څنګ یې د پوهنمل سید هاشم امین له فعالیتونو څخه مننه وکړه چې ډېره موده یې د دغه پوهنځي مسوولیت پر غاړه و. ورپسې ښاغلي پوهنمل سید هاشم امین د خپلو فعالیتونو او لاسته‌راوړنو یادونه وکړه، د دې تر څنګ یې د پوهنتون له مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه او د پوهنځي نوي ټاکل شوي رئیس ته یې د بریالیتوبونو دعا وکړه. په پای کې ډاکترعبدالقدوس مظهري د لوړو زده‌کړو وزارت او پوهنتون له مشرتابه څخه په مننې سره وویل: د پوهنتون مشرتابه پلاوي ته ډاډ ورکوم چې خپله هېڅ ډول هڅه به هم ونه‌سپموم او کوم مسوولیت چې راته سپارل شوی، په ښه ډول به یې ادا کړم.

دغه ناسته په کاري دفتر کې د پوهنځي د رئیس په معرفي کېدو او د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS