د فزیک څانګه

د فزیک څانګې اړوند اړین معلومات:

د فزیک څانګې لنډه پېژندنه:
د فزیک څانګه له یو ټیم استادانو څخه جوړه شوې ده. چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو د پوهنځي په چوکاټ کې د فزیک تدریس، تحقیق او محصلانو ته مشورتي، فرهنګي او ټولنیز خدمات وړاندې کوي. د دغه دیپارتمنت فعالیتونه په درې مهالونو کې: سهار، مازیګر او شپه وړاندې کېږي. د فزیک څانګه خپل فعالیتونه پر یوې منظمي برنامې کې تنظیموي، چې پکې د محصلانو لپاره اته  سمسترونه د ورځني محصلانو او لس سمسترونه د شپې محصلانو لپاره تنظیم شوي دي، چې موخه یې د لېسانس په سطحه مسلکي استادانو او ښوونکو روزل دي.

په ياد دیپارتمنت کې درسونه عملي او تیوري دواړه اړخونه لري، چې محصلان د پیداګوژیکي او علمي څېړنې له مخې د کار وړتیا له اړتیا سره سم چمتو کوي. په اوسنۍ دوره کې، تدریس د متخصص استادانو لخوا ترسره کېږي، چې د دوکتورا، ماستري او پوهاندۍ درجې لري. دا دیپارتمنت اوس مهال (9) استادان لري.

د فزیک څانګې مخینه:
د فزیک یپارتمنت تاریخچه د تربیه معلم د اکاډمي پر وخت پیل کېږي او بیا د کابل پیداګوژۍ انستیتوت څخه وروسته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پورې وتړل شو. وروسته بیا دې پوهنتون ته د شهید استاد رباني پوهنتون نوم ورکړل شو. دا دیپارتمنت خپل فعالیتونه تر دې دمه د فزیک په برخه کې پرمخ وړي.

د څانګې لید لوری:
 د فزیک څانګه د پوهنتون د دیدګاه سره سم خپله لاره پرمخ وړي او اراده لري، چې مسلکي او متخصص استادان او ښوونکي په فزیک کې د تدریس، څېړنې او پیداګوژیکي مهارتونو په لرلو سره پرته له کوم قومي، ژبني او جنسیتي توپیر په کولو سره په مسلکي، ژمنتبا او صداقت سره تعلیم ورکوي.

د څانګې رسالت:
د فزیک څانګه خپل رسالت په لاندې ډول تشریح کوي:

  1. ملي او نړیوال اکاډمیک پروګرامونه وړاندې کول.
  2.  نوي نصاب ته په کتو، د فزیک متخصص استادانو او معلمانو تربیه کول ترڅو د لوړو زده کړو موسسو، د ښوونکو روزنې او مکتبونو اړتیاوې پوره کړي.
  3. د لېسانس پر سطحه د فزیک په رشته کې د ښوونکو او فارغین روزل.
  4. د کچې او کیفیت لوړول.
  5. د ملي او نړیوالو اکاډمیکو موسسو سره اړیکې جوړول.
  6. د ښځو او نارینه وو د حقونو مساوات.
  7. د فزیک څانګه د تدریس، روزنې او علمي څېړنې په یوه مرکز بدلول.

د فزیک د څانګې موخې:
د فزیک په رشته کې د لېسانس زده کړو موخه دا ده، چې د محصلانو لپاره عصري پوهه او مسلکي مهارتونه وړاندې شي؛ تر څو متخصص او متعهد کادرونه د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې د اړتیا وړ کسانو لپاره چمتو کړي:

  • د معارف او لوړو زده کړو نظام لپاره تحصیل شوي، مسلکي او متعهد کادرونه روزل.
  • د ماستري او دکتورا پر کچه علمي کادرونه جذبول.
  • د استادانو د علمي ظرفیت او تحصیلي درجې لوړول.
  • د څېړنې په بنسټ تدریس کول او د فعالو تدریسي میتودونو پراختیا.
  • د لابراتوارونو جوړول او د محصلینو او استادانو د مسلکي مهارتونو لوړول.
  • د تعلیمي، تربیتي او مسلکي مفاهیمو تطبیق.
  • د عصري کتابخانې جوړول (هارډ او الکترونیکي).
  • استادان د علمي څېړنې ترسره کولو  ته هڅول.
  • د استادانو په ترڅ کې د علمي رسالو بشپړول او په لوړ علمي مقام کې د رتبې لاسته راوړل.
  • د پنځو کلونو په اوږدو کې د فزیک په برخه کې د ماستري پروګرام جوړول.

دلاسته راوړنې:
د فزیک څانګې لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:

  • د څانګې د ستراتیژیک، عملیاتي او تطبیقي پلانونو نوې کول.
  • د فزیک څانګې کتلاک ترتیبول.
  • د درسي کتابونو او ممد درسي موادو تألیف.
  • د فزیک په رشته کې کادرونو ته د روزنې او جذبولو وړاندې کول.
  • د استادانو علمي ظرفیت لوړول.
  • د لوړو زده کړو وزارت تر نظارت لاندې د ټول افغانستان د پوهنتونونو د نصاب بیا کتنه او یووالی.
  • د علمي کنفرانسونو او سیمینارونو تنظیمول.
  • د تدریس میتودونو کې د شاګرد محوري سیسټم پیاوړتیا.

د راتلونکي برنامې:
د فزیک څانګ د خپلو اهدافو پر بنسټ لاندې عملي پلانونه لري:

  • د تدریس معیاري کولو لپاره د یوې کمېټې جوړول،  چې د ټولنې اړتیاوو او د محصلانو فکري پرمختګ سره سم نوی نصاب جوړ کړي.
  • کتابونه، لکچر نوټونه، کورس پالیسۍ او د مضمونونو لپاره مواد ترتیبول.
  • د هر ټولګي لپاره  د یوه مشاور استاد ټاکل.
  • د کتابتون او لابراتوارونو جوړول.
  • د استادانو لپاره د ماستري او دکتورا بورسیې چمتو کول.
  • د علمي سیمینارونو او کنفرانسونو تنظیمول.

د ارزونې کمېټه:
په فزیک څانګه کې یوه کمېټه د خپلې څارنې لپاره جوړه شوې، چې د تدریس، څېړنې او روزنې په کیفیت کې به د پرمختګ لپاره کار وکړي.

 

 

د فزیک څانګې د تشکیل چارت

12545254