د ټولنیزې مرستې د څانګې جوړولو لپاره د چمتووالي دفتر پرانیستل شو

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۹:۵۳
yyy

د ۱۴۰۰ کال د غوايي میاشتې په اوومه نېټه د ارواپوهنې پوهنځي، د JRS مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په (۴۱۴۶ امریکايي ډالرو) مالي مرسته چې (۳۲۲۵۵۸) افغانۍ کېږي، د دفتر اجناس چمتو شول او د ارواپوهنې پوهنځي په چوکاټ کې د ټولنیزې مرستې څانګې جوړولو ته وسپارل شول. په دغه پروګرام کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، علمي مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، اداري مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالخالق حیدري او د ارواپوهنې پوهنځي رئیس پوهنوال زهرې ولید رحماني ګډون کړی و. همدا راز د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له‌خوا آغلې میریم دونانت سجورتن او آغلې پروین عظیمي، د JRS مؤسسې له‌خوا د افغانستان د کچې عمومي رئیس ښاغلي جیورم سیکورا او د پروژې رئیس ښاغلي سندیش، آغلې شریفې بهزاد او ښاغلي فهیم ارباب‌خېل ګډون کړی و. په دې ناسته کې د JRS مؤسسې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې پر ګډو همکاریو خبرې وشوې او دوی د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي زده‌کړو او روزنیزو او مسلکي علومو له پوهنځيو سره د همکارۍ وعده وکړه.

په پای کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي د (JRS) مؤسسې او ناروې کمېټې دوو مسؤولینو ته منن‌لیکونه ورکړل او د ټولنیزو مرستندویانو د څانګې جوړولو لپاره د چمتووالي دفتر د پوهنتون د مشرتابه پلاوي او یادو ادارو د استازو له‌خوا رسماً پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ څخه لیدنه وکړه!

چهارشنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ٢٩/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۳:۲۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق ارزښت او د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو!

 سې شنبې ورځ د ٢٨/٤/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٩/٧/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٧/٤/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS