کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

hamid2
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۳۴
43hfjhguibhj

یکشنبه- ۱۲،۱،۱۴۴۷ ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په همغږۍ د پوهنتون استادانو ته " د علمي څېړنې جوړښت" ترسرلیک لاندې یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو، چې پکې د څېړنې سرلیک ټاکلو، ستونزې بیان، څېړنې موخو، پوښتنو، فرضیو، د مخکنیو څېړنو ارزونې،څېړنې مېتود، معلوماتو  تحلیل او پایلې موضوعاتو اړوند بحث وشو.

 

د دې ورکشاپ هدف او موخه د علمي او معیاري څېړنې سره د استادانو بلدتیا وه، ترڅو په دې برخه کې شته ستونزې حل شي او معیاري څېړنو ته لار پراخه شي.

 

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح په مقدماتي خبرو کې وویل: علمي څېړنې د پوهنتونونو د پرمختګ بنسټ جوړوي. هر استاد باید د څېړنې له اصولو، میتودونو او جوړښت سره بشپړه بلدتیا ولري، ځکه د معیاري څېړنې له لارې د ټولنې ستونزو ته علمي حللارې وړاندې کېدای شي. زموږ هیله دا ده چې دا ډول علمي پروګرامونه د استادانو د څېړنیز فکر د پیاوړتیا سبب شي.

 

وروسته له مقدماتي خبرو یاد ورکشاپ د پوهنوال دوکتور عبدالجبار څپاند او  پوهندوی دوکتور شاه رخ رووفي له لوري وړاندې شو او د ذکر شویو موضوعاتو اړوند یې له ګډونوالو سره هراړخیز معلومات شریک کړل.

 

اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS