کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۵
یالتابلیبی

سې شنبې ورځ د ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٣٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند نصاب مرکزي کمېټې له غړو سره ناسته وشوه!

 یاده غونډه کې د راتلونکي سمسټر لپاره د درسي نصاب بشپړولو، معیاري کولو او وخت پر وخت ترتیبولو پر موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشول.

د علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله "ناصح" خپلو خبرو کې د نصاب کیفیت لوړولو، د استادانو ترمنځ همغږۍ زیاتولو او د تدریس معیارونو پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي د شته ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وړاندې کړې او اړوند مسؤلینو ته یې دنده وسپارله چې د نصاب د چمتو کولو بهیر پر ټاکلي وخت بشپړ او د عملي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
همدارنګه د تدریسي بهیر پر مهال د شته ستونزو، نیمګړتیاوو او ننګونو په اړه د کمېټې د غړو نظریات او وړاندیزونه واورېدل شول، د یادو وړاندیزونو حل لپاره اړینې پرېکړې شوې او هوډ څرګند چې د راتلونکي سمسټر درسي بهیر به د یو منظم، معیاري او اغېزمن نصاب پر بنسټ پرمخ یووړل شي.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

وتس‌اپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL

ویب‌سایت:
Keu.edu.af

یوتیوب:
https://youtube.com/@kabuleducationuniversityuser44?


وتساپ گروپ:
https://chat.whatsapp.com/
LsFPrU2PDeS6jqF1m0XMDq

صفحه رسمي ژورنال‌های پوهنتون
https://www.facebook.com/profile.php?
id=61577701660030

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS