د محصلینو د خدمتونو او همغږی آمر پېژندنه

انجینر خان آغا خبیب د آقا محمد زوی په ۱۳۷۵ ه.ل کال کې د میدان وردګو ولایت، جغتو ولسوالی، سبزسنگ کلي په یوه غریبه او متدینه کورنی کې دې نړی ته سترګې وغړولې لومړنی زده کړې یې د کلي د مسجد له ملا امام څخه پیل کړې،  منځنۍ زده کړې یې د خپل کلي حضرت عمر فاروق رضی الله عنه نومي منځنۍ ښوونځی کې له لومړي ټولگي څخه تر نهم ټولگي پورې په لومړی درجه پای ته ورسولې وروسته د ثانوي زده کړو لپاره د امام اعظم ابوحنیفه گوربت عالي لېسې ته شامل او په ۱۳۹۴ه.ل کال کې له نوموړې لېسې څخه د عمومي اول نمره په توگه فارغ او د ۱۳۹۴ه.ل عمومي کانکور له لارې یې د (۲۷۹) نمرو په ترلاسه کولو د کندهار پوهنتون، اقتصاد پوهنځی، BBA څانگې ته لار پیدا کړه، او په ۱۳۹۹ ه.ل کال کې له یادې څانگې څخه په کادري درجه فارغ شو، د عصري زده کړو تر څنگ د هغه ځانگړې شوق له امله چې نوموړي له دیني علومو سره درلود په ۱۳۹۸ ه.ل کال کې د کندهار ولایت له محمدیه عالي دارالعلوم څخه د تجوید او قرأت په برخه کې د ممتاز په درجه یو کلن دیپلوم هم ترلاسه کړ،او اوس مهال د هیواد په لومړني او ستر علمي کور (کابل پوهنتون) کې اقتصاد پوهنځی، مالي او بانکي چارو ماسټرۍ برنامې د وروستي سمستر محصل دی، د یادولو وړ ده چې نوموړی د پښتو ژبې تر څنگ په دري او انگلیسي ژبه هم بشپړ تسلط لري. د هیواد د ویاړلې فتحې په لومړي کال په ۱۴۰۱/۰۱/۰۲ نېټه یې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو چارو معاونیت اړوند د ثبت او راجستر عمومي مدیر په توگه خپله لومړنی دنده پیل او په یاده برخه کې له شاوخوا پنځه میاشتني بریالي ماموریت وروسته د هغه وخت د پوهنتون د مشرتابه د لزوم دید او باور پر اساس د ۱۴۰۱/۰۵/۰۷ نېټې څخه وروسته د یاد پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عمومي تدریسي مدیر په توگه وټاکل شو، بلآخره د پوهنتون د مشرتابه  د لزوم دید باور او د نوموړي هر اړخیزو لاسته راوړنو او هڅو ته په کتلو سره نوموړی د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ آمریت دریم رتبه بست د ارتقاء په موخه وړاندیز او په ۱۴۰۴/۰۸/۱۰ نېټه رسماً د لوړو زده کړو وزارت قدرمن مقام له لوري د نوموړي ارتقاء منظوره او تر دې مهاله نوموړی د محصلینو د خدمتونو په برخه کې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي