کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( عملي او تجربوي زده‌کړې تکتیکونه) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۲
ASASAAS

 

سې شنبې ورځ ١٦/٧/۱۴۴۷ هــ ق چې له ١٦/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( عملي او تجربوي زده‌کړې تکتیکونه) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو مرستیال، استادانو مسلکي انکشاف آمر، مسلکي پراختیا مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: د علمي مقالو خپرونه د استادانو یوه مهمه اکاډمیکه دنده ده او عملي او تجربوي زده‌کړه د لوړو زده‌کړو د نظام اساسي اړتیا وبلله او د درسي پروګرامونو په تطبیق کې یې د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

وروسته، د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار "څپاند" د ورکشاپ جوړېدو موخې بیان کړې او په تدریس کې د عملي او تجربوي میتودونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: دا تکتیکونه د محصلینو د مؤثرې زده‌کړې لپاره خورا ارزښت لري. 

وروسته له مقدماتي خبرو، یاد ورکشاپ د ښاغلي پوهندوی مرتضی"خاوري" لخوا رسماً پیل او د عملي او تجربوي زده‌کړې، نوې تدریسي طریقو، د عملي تجربې له لارې د زده‌کړې ارزښت، د محصلینو د فعال ګډون لارې چارې او د تیورۍ او عمل ترمنځ د اړیکې اړوند هراړخیز معلومات یې له استادانو سره شریک کړل.

ورکشاپ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

وتس‌اپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL

ویب‌سایت:
Keu.edu.af
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS