د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې او همغږۍ له مخې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له محصلینو څخه " د ځوان نسل فکري روزنې" د کتاب ازموینه واخیستل شوه!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۵:۱۲
ZDFGDEGRF

سې شنبې ورځ د ۲۱/۴/۱۴۴۷ه.ق چې د ۲۲/۷/۱۴۰۴ه.ش نېټې سره سمون لري  د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې او همغږۍ له مخې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا د یاد پوهنتون له محصلینو څخه  " د ځوان نسل فکري روزنې" د کتاب ازموینه واخیستل شوه

په دې ازموینه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ رئیس، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي رئیس، د محصلانو چارو او مالي او اداري چارو مرستیالانو، استادانو او کارمندانو ګډون درلود.

په پیل کې، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ رئیس ښاغلي استاد کلیم الله "محمدي" د ازموینې اخیستلو اړوند خوښي څرګنډه کړه، ویې ویل: د فکري روزنې دا کتاب د محصلینو د فکري استقلال، دیني بصیرت او سالم جهت په پیاوړتیا کې ځانګړی ارزښت لري. زموږ هدف دا دی چې محصلین د عصري علومو تر څنګ له فکري ناخوالو خوندي پاتې شي او د خپلې ټولنې د مثبت بدلون لامل وګرځي.

وروسته، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ عبدالمعید"ابوالجراد" په خپلو خبرو کې وویل: ځوان نسل د ټولنې فکري ملا تیر دی. که دا نسل په سمه توګه وروزل شي، ټولنه به له فکري انحراف او اخلاقي بې‌ثباتۍ وژغورل شي. دا ډول ازموینې محصل ته دا احساس ورکوي چې لوستل یوازې د نمرې لپاره نه، بلکې د پوهاوي او مسؤلیت لپاره دي.

همدارنګه د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي"ملنګ" او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" د ازموینې هدف اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د پوهنتون رهبري تل هڅه کوي چې د محصلینو فکري او معنوي وده د علمي پرمختګ ترڅنګ لا پیاوړې کړي. چې دا ازموینه د همدې هڅو یوه ښکاره نښه ده.

ازموینه په آرامه او ډاډمنه فضاء کې پای ته ورسېده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ څخه لیدنه وکړه!

چهارشنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ٢٩/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۳:۲۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق ارزښت او د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو!

 سې شنبې ورځ د ٢٨/٤/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٩/٧/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٧/٤/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS