کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس له هغو استادانو سره چې له بېلابېلو ولایتونو راغلي او پوهنتون کې لیلې ژوند لري، غونډه ترسره کړه!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۴
ثی9+شسب

چهارشنبې ورځ د ١٤٠٤/٦/٢٦ه.ش چې له ١٤٤٧/٣/٢٤ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" له هغو استادانو سره ځانګړې غونډه وکړه چې له بېلابېلو ولایتونو راغلي او په پوهنتون کې د لیلې ژوند لري، غونډه ترسره کړه. په دې ناسته کې استادانو خپلې غوښتنې، نظریات او ستونزې په تفصیل سره وړاندې کړې.

یاده غونډه کې استادانو د استوګنې د اسانتیاوو ښه‌والي، په لیله کې د ژوند د شرایطو سمون، د څېړنیزو منابعو ته د لا ښه لاسرسي برابرول، او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره د فرصتونو رامنځته کولو اړوند خپل نظریات وړاندې کړل. استادانو ټینګار وکړ چې د لیلې چاپېریال د هغوی د علمي تمرکز لپاره ګټور دی، خو د ځینو نیمګړتیاوو له امله د رهبري ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سیدبشیرآغا"هاشمي" د استادانو خبرې په پوره دقت واورېدې او د هغوی د زحمتونو او علمي خدمتونو ستاینه یې وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ چې د پوهنتون رهبري به د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د ستونزو د حل او غوښتنو د پلي کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

هغه زیاته کړه چې استادان د هېواد د علمي پانګې حیثیت لري او د ځوان نسل د روزنې په بهیر کې مخکښ رول لري، نو د هغوی اړتیاوو ته پاملرنه د پوهنتون د کار له لومړیتوبونو څخه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS