کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ترمنځ د سیرت النبيﷺ د سیالۍ ازموينه ترسره شوه!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۲۸
dasgaq

پنجشنبې ورځ د ۱۸/٣/۱۴۴۷ ه.ق چې له ٢٠/۶/۱۴۰۴ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي لخوا د محصلانو چارو معاونیت سره په همغږۍ د محصلانو چارو معاون او د اسلامي علومو پوهنځي استادانو په ګډون د پوهنتون له محصلینو څخه د سیرت النبيﷺ د سیالۍ ازموينه واخیستل شوه.

په پیل کې، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" د سیرت النبی ﷺاړوند ټولو ګډونوالو ته ارزښمندې خبرې وکړې او دې یادې ازموینې اخیستلو اړوند یې خوښي څرګنده کړه.

وروسته، د اسلامي علومو پوهنځي استاد ښاغلي نورالله"حنیف" د یادې ازموینې اړوند وویل: د ازموینې هدف او موخه مو د سیرت النبی ﷺسره د محصلینو د ډېرې پېژندنې او آشنایۍ په پار ده، چې راتلونکې اوونۍ کې یې پایلې اعلانیږي او راتلونکي کې به داسې نورې ازموینې هم برابرې کړو.

ازموینه په پوره رونټیا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS