کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس په شتون کې د ماسټرۍ بورد غونډه ترسره شوه.

hamid
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۲:۰
r+w7

دوشنبې ورځ د ۱۵/۲/۱۴۰۴ ه.ش چې له ۷/۱۱/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون د رئیس په شتون کې د ماسټرۍ بورد غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د بورد غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ماسټرۍ برنامو او دوکتورا برنامې کې د تدریسي چارو، کریډت تکمیلولو او ورځنیو درسي ساعتونو تنظیمولو برخو کې د ټولو ستونزو حل اړوند هراړخیزي خبرې وکړې، زیاته یې کړه: په هر سمسټر کې باید د ماسټرۍ برنامو درسي کریډت له ١٤ څخه زیاد نشي، رهنما او نور استادان باید له محصلینو سره د پروژو او کنفرانسونو په جوړولو کې پوره مرسته وکړي او د نظام او پوهنتون اصولو مطابق تدرسي چاري سمبال شي.

وروسته د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" د ماسټرۍ برنامو او دوکتورا برنامو د پرمختګ او ستونزو حل اړوند له ګډوونکونکو سره هراړخیز معلومات شریک کړل.

د غونډې په جریان کې د ماسټرۍ بورد غړو د لاندې موضوګانو اړوند:

د ورځنیو درسي ساعاتونو تنظیم، سمسټروار درسي ساعتونو تنظیم، د کیفیت لوړاوي آمریت د اسنادونو ترتیب، تنظیم او استولو، فوق لېسانس آمریت ته د تېرسمسټر شقې تسلیمولو او له درسي جریان څخه د ورځني نظارت اړوند بحث او خبرې وکړې .

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS