کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د (۱۴۰۳) کال "خزاني سمسټر" د ماسټرۍ برنامو د ازموینو له جریان څخه لیدنه وکړه!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۲۸
سعت53453

یکشنبې ورځ د ٢٧/٦/١٤٤٦ هـ ق چې له ٩/١٠/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د (۱۴۰۳) کال "خزاني سمسټر" د ماسټرۍ برنامو د ازموینو له جریان څخه لیدنه وکړه.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او د بېلابېلو ماسټرۍ برنامو صنفونو د ازموینو له صحنې څخه له نیږدې لیدنه وکړه او د پوهنتون محصلینو څخه یې په ازموینو کې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین اړوند ډاډ ورکړ، ټولو محصلینو په ازموینو کې د شفافیت له شتون څخه خوشحالي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د استادانو لخوا په ښه سلوک او رویې سره ازموینې اخیستل کیږي او ازموینو کې د ړونتیا او شفافیت اړوند مونږ راضي یاستو.

همدارنګه، د پوهنتون رئیس ښاغلي "هاشمي" ټولو استادانو ته د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو مطابق د ازموینو اخیستلو اړوند توصیه وکړه، زیاته یې کړه: خوشحاله یو چې د استادانو لخوا د پوره روڼتیا او شفافیت په شتون کې ازموینې اخیستل کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS