کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فوق لېسانس برنامو د نصاب جوړولو کمېټې غړو ته" د فوق لېسانس برنامو د نصاب انکشاف او جوړولو" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي یو ورځنی ورکشاپ دایر شو!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۵۸
12254

پنجشنبې ورځ ۱۲/٥/١٤٤٦ هــ ق چې له ۲۴/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د فوق لېسانس برنامو د نصاب جوړولو کمېټې غړو ته " د فوق لېسانس برنامو د نصاب انکشاف او جوړولو" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي یو ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال او د فوق لیسانس برنامو نصاب جوړولو کمېټې غړو په ګډون پيل شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو خوښي څرګنده کړه، او د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د نصاب جووړلو ارزښت اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: نصابونه باید د بین المللي معیارونو او پرمختګونو مطابق جوړ شي او نویو څېړنو او موادو ته په کې ځای ورکړل شي، همدارنګه یې د کمېټې غړو ته د نویو میتیودونو مخته وړلو، د نصابونو په سمه توګه جوړولو او د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق برنامو ته پوره توجه کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د فوق لېسانس برنامو اېجاد او نصاب جوړولو اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې.

په پای کې د ښاغلي پوهنوال عبدالعظیم "واسع" لخوا ورکشاپ رسماً پیل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS