د تدریسي بهیر ښه والي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د یاد پوهنتون له هغو استادانو سره چې د پوهاندی علمي رتبې یې اخیستي، غونډه ترسره وکړه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۹:۳۲
125

شنبې ورځ د ٥/٨/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٢٣/٤/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د تدریسي بهیر ښه والي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد پوهنتون له هغو استادانو سره چې د پوهاندی علمي رتبې یې اخیستي، غونډه ترسره وکړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال او استادانو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست وینا ترڅنګ، استادانو ته وویل: قدرمنو استادانو تاسو د پوهنتون لپاره یوه لویه سرمایه یاستئ، خوښ یم چې له تاسو سره غونډه کې ګډوون کوم، قدرمنو استادانو دا چې ستاسو د پوره تجربې خاوندان یاستئ او د پوهنتون تدریسي بهیر ښه والي برخه کې ستاسو ونډه مو تر نورو استادانو زیاته ده، غواړم چې له ما سره سم د پوهنتون کیفیت لوړاوي برخه کې پوره همکاري وکړئ.

ښاغلي "هاشمي" استادانو ته په خپلو رشتو کې د زیاتو څېړنو ترسره کولو، علمي مقالو لیکلو، داخلي او بهرني ژورنالونو ته د مقالو لېږلو، د هغو استادانو چې د ترفېع او تقرر لپاره کنفرانسونه وړاندې کوي د اصولو او معیارونو مطابق د یادو کنفرانسونو څېړلو او محصلینو سره په تحقیقي برخو کې د پوره همکارۍ اړوند لازمې سپارېښتنې وکړې.

په پای کې، د استادانو د نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته د یادو مسایلو اړوند د عملي کولو هوکړه وشوه.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS