کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٣کال نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۳۳
123

 یکشنبې ورځ د ١٢/٣/١٤٤٦ ه.ق. چې له ۲۵/٦/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ١٤٠٣کال هغه محصلینو ته چې د پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته نوي بریالي شوي دي، د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر، مالي اداري چارو معین، رئیسانو، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس،معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو، اداري آمرینو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، له استادانو او کورنۍ سره د ښو اخلاقو، مسلکي زده کړو، د عصری زده کړو تر څنګ د دیني زده کړو، له کتابتون او لابرتوارو څخه د ګټه اخیستلو او د پوهنتون اصولو او قوانینو مطابق د درسونو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نداء محمد"ندیم" صاحب نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنک، محصلینو ته وویل تاسو د هېواد راتلوونکي یاستئ، خپلې زده کړې په منظمه توګه مخته یوسئ او کوښښ وکړئ وروسته له څلورو کالو تحصیلي دورې د لوی علم او شخصیت خاوندان شئ.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري چارو معین ښاغلي حافظ حسیب"حامد" محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ د علم ارزښت اړوند هراړخیزې ویناوې وکړې.

د غونډې په جریان کې د وزارت بېلابېلو ریاستونو رئیسانو او د پوهنتون علمي چارو معاون لخوا د څلور کلنې تحصیلي دورې اړوند هراړخیزې خبرې وشوې

د غونډې په پای کې هغه محصلین چې نه ګوني پوهنځیو ته په لوړو نمرو کامیاب شوي ول د ستاینلیکونو په ورکړې سره ونازول شول.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS