کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۶:۳۹
225
دوشنبې ورځ د ۱۵/۵/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۳۰/۱/۱۴۴۶ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د استادانو درسي مکلفیتونو درلودلو اړوند اړینې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: نه ګوني پوهنځي رئیسان به له دې وروسته خپل ربعوار ګزارشونه له اداري شورا غړو سره شریکوي، همدارنګه یې وویل: د سهار ستوري کلینیک مسؤولین غواړي چې په مختلفو برخو کې استادانو او کارمندانو ته سیمینارونه دایر کړي چې په دې برخه کې تاسو په پوره ډول له یاد کلینیک سره همکاري وکړئ.
وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله "وحدت" د لوړو زده کړو وزارت مقام د هدایت په اساس د اداري شورا غړو سره د دیني ارشاداتو اړوند اړین موضوعات شریک کړل.
همدارنګه د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو:
د تېرې اداري شورا پرېکړو ته بیا کتنه، استادانو درسي مکلفیتونو، د سهار ستوري کلینیک مسؤولینو لخوا د سیمینارونو دایرېدلو اړوند د موضوعاتو انتخاب، په اداري شورا کې د پوهنځیو ربعوار ګزارشونو ارائه کولو او د استادانو ظرفیت لوړاوي په پار د سیمینارونو دایرېدلو اړوند بحث او خبرې وکړې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

BACK TO NEWS