کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د (۱۴۰۳) کال " پسرلني سمسټر" وروستنی ازموینې پیل شوې!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۹:۴۷
544
شنبې ورځ د ٢١/١/١٤٤٦ هـ ق چې له ٦/٥/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د (١٤٠٣) کال " پسرلني سمسټر" وروستنی ازموینې په پوره شفافیت او ډاډ منه فضاء کې پیل شوې.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او محصلانو چارو معاون ښاغلي قاضي عبدالعزیز "عزیزي" د بېلابېلو پوهنځیو د امتحانونو له صحنې څخه له نیږدې لیدنه وکړه او د پوهنتون محصلینو ته یې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ډاډ ورکړ.
همدارنګه، د پوهنتون رئیس ښاغلي "هاشمي" ټولو استادانو ته د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو مطابق د ازموینو اخیستلو اړوند اړینې سپارښتنې وکړې چې د استادانو لخوا د پوره روڼتیا او شفافیت اطمینان ورکړل شو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

BACK TO NEWS