کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ د "التسهیل الضروری لمسائل القدوری"فقهي کتاب د سیالۍ ازموينه ترسره شوه!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۹:۲۳
123
چهارشنبې ورځ د ٤/١/١٤٤٦ ه.ق چې له ٢٠/٤/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د د اسلامي علومو پوهنځي لخوا د فرهنګي کمېټې او دعوت او ارشاد څانګې سره په همغږۍ د پوهنتون رئیس، معاونینو، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس، دعوت او ارشاد څانګې آمر او د اسلامي علومو پوهنځي استادانو په ګډون د پوهنتون محصلینو څخه "التسهیل الضروری لمسائل القدوری"فقهي کتاب د سیالۍ ازموينه واخیستل شوه.
په پیل کې د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمی" د یاد کتاب ارزښت اړوند ټولو ګډونکوونکو ته ارزښمندې خبرې وکړې، دې یادې ازموینې اخیستلو اړوند یې خوښي څرګنده کړه او د ازموینې له بهیر څخه د لیدنې په جریان کې د ازموینې په شفافیت او امانت دارۍ ټینګار وکړ.
وروسته، د اسلامي علومو پوهنځي مسؤولینو د یادې ازموینې اړوند وویل: د ازموینې هدف او موخه له یاد کتاب سره د محصلینو د ډېرې پېژندنې او آشنایۍ په پار ده، چې راتلونکې اوونۍ کې یې پایلې اعلانیږي او راتلونکي کې به نورې داسې ازموینې هم برابرې کړو.
ازموینه په پوره رونڼتیا سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS