کابل ولایت د دولسم پاسانو د کانکور ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې واخیستل شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۸:۴۵
5244
 
 
د کابل ولایت د دولسم پاسانو د کانکور ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ، استادانو او د ازموینو ملي ادارې راغلي پلاوي په حضور کې واخیستل شوه.
جمعې ورځ د ۱۴/۱۲/۱۴۴۵ ه.ق چې له ۱/۴/۱۴۰۳ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ولایت د دولسم پاسانو د کانکور ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، د ازموینو ملي اداراې راغلي پلاوي او د دوه تنو د کانکور ازموینې ګډونکوونکو په حضور کې سوالانه له ټاکل شوو صندوقونو خلاص شول او په شفافه توګه د ازموینې لړۍ پیل شوه.
د پوهنتون رهبرۍ د ازموینې له بهیر څخه د نظارت ترڅنګ، ټولو استادانو ته یې د ازموینې اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې او د ازموینو ملي ادارې پلاوي ته یې په ازموینه کې د پوره رونټیا او امانت دارۍ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې(٣٠٠٠) تنو ځوانانو په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کانکور ازموینه کې ګډون درلود.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

BACK TO NEWS