کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۷:۲۹
4444
دوشنبې ورځ د ۳۱/۲/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۱۲/۱۱/۱۴۴۵ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ګډوونکونکو ته د نه ګوني پوهنځیو د شپني برنامو ایجادولو کې د زیار او کوښښ کولو اړوند اړیني سپارېښتنې وکړې، زیاته یې کړه: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په روان کال کې اووه(٧) د ماسټرۍ برنامې او یوه(١) د ډوکتورا برنامه نوې ایجاد کړي او د علمي شورا غړو ته یې د یاد ویاړ مبارکي ورکړه.
همدارنګه د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو:
د طبیعي علومو پوهنځي د تحصیلي نصاب اړوند بحث، په نه ګوني پوهنځیو کې د شپنې برنامو اېجادولو، د زده کړیزې پلانګزاری د ماسټرۍ برنامې تأییدي، په منځنی دوره کې د افغانستان تاریخ د ماسټرۍ برنامې د پالیسی او نصاب سند تأییدي، بشري جغرافیا د ماسټرۍ برنامې د پالیسی او نصاب سند تأییدي او د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې، چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

BACK TO NEWS