د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د دیني -اصلاحي درسونو لړۍ په جریان کې د "اسلام اقتصادي نظام" سرلیک لاندې موضوع تدریس شوه!
یکشنبې ورځ د ١٦/٢/١٤٠٣ه.ش چې له ۲۶/۱۰/۱۴۴۵ه.ق نېټې سره سمون لري د یادو درسونو په جریان کې د "اسلام اقتصادي نظام" تر سرلیک لاندې موضوع د شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" له لوري د یاد پوهنتون محصلینو ته تدریس شوه.
ښاغلي "هاشمي" د تدریس په جریان کې محصلینو ته د اسلام له نظره د اقتصاد ارزښت، د اقتصادي نظام ډولونو او اسلامي نظام ترڅنګ د ښه اقتصاد درلودلو اړوند ارزښمندې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د تدریس په پای کې ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د محصلینو سوالونو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.