کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۳:۲۴
4555

دوشنبې ورځ د ۱۶/۱۱/١٤٠٢ ه.ش چې له ۲۴/۷/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې، اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لخوا دایر شوي ملي کنفرانس اړوند هر ارخیزي خبرې وکړې او د پوهنتون له ټولو کارکوونکو څخه یې مننه وکړه چې یاد کنفرانس کې یې زیار ایستی وو، زیاته یې کړه: چې راتلوونکي کال کې به په نړیواله سطحه په علمي او تحقیقي برخه کې کنفرانس دایر کړو.

د غونډې په جریان کې، د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو:

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لخوا ترسره شوي ملي کنفرانس مثبتو او منفي ټکو په ډاګه کول، په منظمه او ښه توګه د ورځنیو دندو مخته وړلو او د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پلاوي چې نږدې ورځو کې به پوهنتون ته تشریف راوړي د پوره همکارۍ کولو، اړوند بحث او خبرې وشوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS