کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې لخوا د ټولنیزو او طبیعي علومو پوهنځیو رئیسانو، دیپارټمنټونو آمرینو، استادانو او تدریسي مدیرانو ته د برېښنایې زده کړو HELMS ورکشاپ دایر کړ!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۴:۵۲
2522

پنجشنبې ورځ ٧/٦/۱۴۴۵ هــ ق چې له ٣٠/٩/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې لخوا ټولنیزو او طبیعي علومو پوهنځیو رئیسانو، دیپارټمنټونو آمرینو، استادانو او تدریسي مدیرانو ته د پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې په ICT دفتر کې د (برېښنایي زده کړو پېژندنې، برېښانیي زده کړو اهدافو، برېښنایي زده کړو ضرورتونو او برېښنایي زده کړو میتودونو) HELMS اړوند، ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، دیپارټمنټونو آمرینو، معلوماتي تنکالوژۍ آمر، دعوت او ارشاد آمر، استادانو او تدریسي مدیرانو په ګډون پيل شو.

یاد ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند جمشېد خان"رشیدي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد ورکشاپ او برېښنایي زده کړو ارزښت او ضرورتونو اړوند خبرې وکړې، زیاته یې کړه: یاد ورکشاپ د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې لخوا تېره اوونۍ د ژبو او ادبیاتو او اختصاصي علومو پوهنځیو ته دایر شوی وو او په یاد ورکشاپ کې یې د ټولو استادانو په ګډون کولو تأکید وکړ.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د ورکشاپ له جریان څخه د نږدي لیدنې وروسته د برېښنایې زده کړو استفادې او برېښنایي زده کړو ضرورتونو اړوند هر اړخیزي خبری وکړې او استادانو ته یې د ورکشاپ څخه ګټې اخیستنې او محصلینو ته د آسانیتاوو برابرولو اړوند لازمې سپارېښتنې وکړې.

په آخر کې، د ښاغلي پوهنوال همایون "غفوري" لخوا د برېښنايي زده کړو ورکشاپ رسماً پیل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS