د کیفیت لوړآوي او اعتبار ورکولو آمریت د عمومي مدېر بیوګرافي
لنډه پېژندنه:
محمد نعیم عرفان د محمد عارف سرفرازي زوی د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د اونخي د محبت خېلو د کلی اوسېدونک دی.
په ۱۳۷۲کال د حمل په ۱۵ په همدغه کلی کې زیږیدلی دی.ابتداییه زده کړې ېې د اونخې په عالی لېسه کې ترسره کړې.
وروسته بیا د سیدآباد ولسوالی سید شیرازی بابا ته یې کورنۍ راغله او منځني زده کړی یی د سیدآباد په عالي لېسه کې ترسره کړې .
په ۱۳۹۲کال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې ته بریالی شواو په ۱۳۹۶ هه ش کال کې یې دغه پوهنځۍ پای ته ورسولوه وروسته بیا د کابل ولایت د معلیمینو او کارمندانو په ډلییزه ازموینه کې یې امتحان ورکړ چې د کابل ولایت پغمان ولسوالی د شهید عبدالله جان عالی لېسې ته بریالۍ او تر ۱۴۰۲کال د اسد تر میاشت پورې یې د پښتو ژبې تدریس ورکړ .له دغه مسوولیت وروسته بیا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کیفیت لوړآوي او اعتبار ورکولو آمریت د عمومی مدیر په حیث وګومارل شو چې اوس هم دغه وظیفه پر مخ وړي.
کاري تجربه: څلور کاله ښوونکی
اوسنۍ دنده: د کیفیت لوړآوي او اعتبار ورکولو عمومي مدېر
په ورکشاپونو کې ګډون: دلوړو زده کړو وزارت له طرفه
- د(پلان جوړونې،راپور لیکنې،او کړنو ارزونې)
- د (اداري کارونو کې د کمپیوټري مهارتونه )
- د(مدیریتي مهارتونو او اداري مراسلاتو زده کړه)
په ټرنینګونو کې ګډون: سرف اعماد .
سرټیفکېټونه : اسناد او شواهد موجود دي.
ستاینلیک : اسناد او شواهد موجود دي.
تقدیر نامه : اسناد او شواهد موجود دي.