د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسترۍ پروګرام د نوم لیکنې او درسونو د پیل خبرتیا !

keu_admin
766

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د 1402 کال خزاني سمستر ماسترۍ لپاره په لاندې څانګو کې :

• ریاضي څانګې ماستري

• تفسیر څانګې ماستري

• جامعه شناسي څانګې ماستري

د ماسترۍ پروګرامونو لپاره نارینه محصلین جذبوي، په شرایطو برابر ټولو هغو مینه والو ته خبر ورکول کېږي چې، په امتحان کې د ګډون لپاره فورمې د ۱۴۰۲/۴/۱۴ څخه تر ٣٠/٤/١٤٠٢ هـ.ش نېټې پورې د یاد پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت څخه تر لاسه کړي.

نوټ: همدارنګه هغه محصلین چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٢ کال بېلابېلو د ماسترۍ پروګرامونو ته بریالي شوي د نوم ليکنې لپاره دې د ۱۴۰۲/۴/۱۴ نېټې څخه تر ٣٠/٤/١٤٠٢ هـ.ش نېټې پورې د یاد پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت ته مراجعه وکړي.

نوټ: د نوم لیکنې په ورځ د لاندې اسنادونو درلودل اړین دي.

* د ډیپلوم رنګه کاپي.

* د ترانسکرېپټ رنګه کاپي.

* د تذکرې رنګه کاپي.

*یوه قطعه انځور.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

خبرتیا! ۲

 ۲کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ١٤٠٥ کال کانکور ازموینې له لارې خپلو ٩ پوهنځیو، ٣٠څانګو لپاره ٢٠٦٠ تنه محصلین مني!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

خبرتیا!

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ١٤٠٥ کال کانکور ازموینې له لارې خپلو ٩ پوهنځیو، ٣٠څانګو لپاره ٢٠٦٠ تنه محصلین مني!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۳۹
Background image

خبرتیا! 


                                                                                     کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ امریت په پام کې لري، چې د محصلینو د ظرفیت . . .

Back to announcements