د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د فوټبال پيل شوې سيالۍ د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په بري سره پای ته ورسېده.

یادې سیالۍ د پوهنتون رهبرۍ په لارښوونه او د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په همکارۍ د پوهنتون اړوند د (11) لوبډلو تر منځ دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې.
ددغه سیالیو په پای لوبه کې چې د اداري کارمندانو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي ټيمونو لار موندلې وه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په بري سره پای ته ورسیده.
د یادو سياليو پای لوبې په مراسمو کې د پوهنتون معاونینو, د پوهنځیو رئیسانو, استادانو, کارمندانو او محصلینو ګډون درلود.
د یاد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي حاجي عبدالرحیم (زبیر) د سیالۍ ګډون کوونکو ته د مبارکۍ تر څنګ په خپلو خبرو کې وویل: ورزش د روغتیا ضامن دی، او ځوانان هغه قشر دي چې، پر مټ یې یوه سالمه ټولنه رامنځ ته کولی شو.
د یادو سیالیو پای لوبه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ټيم د ښې لوبې په تر سره کولو سره لومړی مقام او اداري ټیم دوهم مقام تر لاسه کړ.
د پاي لوبې غونډه د ستاينلیکونو او ډاليو په ورکړه د خیر دعايې په ویلو سره پای ته ورسېده.