د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د غونډو په تالار کې د قرانکریم د نزول په مناسبت کنفرانس تر سره شو!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۸:۴۵
6666

د ١٤٤٤ کال د روژې مبارکې میاشتې په (٢٠) د دوشنبې په ورځ د یاد پوهنتون خدمات محصلانو چارو څانګې او اسلامي علومو پوهنځي له لوري د مسلمانانو د دغه سپېڅلي کتاب د نزول په مناسبت یاد کنفرانس په عمومي تالار کې ترسره شو.

کنفرانس د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاون، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري څانګو آمرینو، کارمندانو او د محصلینو په ګډون د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

په لومړي سر کې د دعوت او ارشاد څانګې آمر ښاغلي ذبیح الله “عابد” د قرانکریم د نزول په اړه غونډې ته د قرانکریم د نزول، احکامو، سبب، برکت او شفاعت په هکله د ټولو ګډونکوونکو سره په زړه پورې معلومات شریک کړل.

وروسته د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل دوکتور عبدالقدوس “مظهري” د لیلة القدر شپې فضیلت د قرانکریم او احادیثو په په رڼا کې بیان کړ.

همدارنګه د اسلامي علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی دوکتور محمد ولي “حنیف” په خپله وینا کې د روژې مبارکې د لسو آخري ورځو د فویوضاتو او عباداتو په هکله خبرې وکړې او د اعتکاف په کولو یې ټولو ګډونکوونکو ته ټینګار وکړ.

په پای کې د پوهنتون د دفتر څانګې آمر ښاغلي مولوي محمود الحسن “محمود” په خپله وینا کې د قرانکریم د شان، آسماني کتابونو تر منځ د قرآنکریم د مقام، فضایلو او د هغه د نزول په اړه خبرې وکړې او ټولو محصلینو ته یې توصیه وکړه، چې په اسلامي قواعدو، دستوراتو او نبوي سنتو ځانونه برابر کړي او د اسلامي نظام پابند اوسي.

د یادونې وړ ده، چې پدې کنفرانس کې له محصلینو څخه د قرانکریم د نزول په اړه د آزادې سیالۍ په بڼه ځینې دیني پوښتنې وشوې، چې د صحیح ځواب درلودوونکو محصلینو ته د ډالۍ په ورکولو او د دعا په ویلو سره کنفرانس پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS