د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د والیبال سیالۍ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېدې!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۰:۳۴
566

د ۱۴۰۱ کال د عقرب میاشتې په ۷ نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د والیبال سیالیو پای لوبه د ژبو ادبیاتو پوهنځي او بدني روزنې پوهنځیو ټیمونو تر منځ تر سره شوې.

د یادې سیالۍ پای لوبه کې د کابل ښوونې اوروزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشېد خان (رشیدي) د مالي او اداري چارو مرستیال انجینر صلاح الدین (ایوبي) د محصلانو چارو معاون انجینر اکرام الله (صهیب) د بدني روزنې پوهنځي رییس پوهندوی محمد زبیر (حبیبي) د پوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنتونو آمرینو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.

د یاد پوهنتون د مالي او اداري چارو مر ستیال ښاغلي (ایوبي) د سیالیو ګډون کوونکو ته د مبارکۍ تر څنګ په خپلو خبرو کې وویل: ورزش د روغتیا ضامن دی، او ځوانان هغه قشر دی چې، پر مټ یې یوه سالمه ټولنه رامنځ ته کولی شو، همدارنګه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشر تابه تل هڅه کوي چې، محصلانو ته د تدریس تر څنګ بېلا بېل ورزشي ټورنمیټونه دائر کړي

یادو سیالیو کې ( 10) ټیمونو ګډون کړی وؤ، چې شاو خوا لس ورځې یې دوام وکړ، په ورستي پړاو کې د سیالیو پای لوبې د بدني روزنې ټيم د ښې لوبې په تر سره کولو سره لومړی مقام او د ژبو ادبیاتو پوهنځي ټیم دوهم مقام تر لاسه کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS