د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي غونډه

keu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۸:۲۸
567

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي غونډه د دوشنبې په ورځ د ١٤٤٤/٢/٢٢ نېټه چې د ١٤٠١/٦/٢٨ سره سمون خوري، د سهار په ١٠:٠٠ بجو د پوهنتون د رییس پوهنوال لیلما شریفي یما په مشرۍ او د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان رشیدي او د محصیلانو چارو مرستیال انجینر اکرام الله صهیب او د پوهنځیو ریسانو په ګډون جوړه شوه، غونډ د اسلامي ثقافت پوهنځي رییس محترم پوهنمل عبدالقدوس مظهري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او په لاندې موضوعاتو خبرې وشوې:

لمړی د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشېد خان رشیدي د غونډې غړو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د اجنډا په اړه ځانګړې خبرې وکړې:

همدا رنګه د 9 تنو نويو استادانو ګمارل، د هغو استادانو د معاشونو په اړه بحث وشو چې په بورسيو کې دي، ورپسې د مني سمستر د مهال وېش په اړه بحث، ورپسې د علمي اثارو د چاپ لپاره د چاپي مطبوعې جوړول، د سپورت جمنازیم د کار اخېستلو لپاره طرزالعمل جوړولو خبرې وشوې.

غونډه د پوهنتون په چارو کې د بریالیتوب په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS