د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د مرکزي پوهنتونو د اسلامي ثقافت د علمي کادرنو، امامانو او مبلغینو لپاره مسلکي (تحریري) آزموینه واخېستل شوه !

keu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۹:۹
6777

د کابل ښوونې او روزنې، طبي پوهنتون او پولي تخنیک پوهنتونونو د اسلامي علومو د ثقافت څانګو د علمي کادرونو د بریالیو نوماندانو څخه د مسلکي آزموینې د اخیستو بهیر، د شنبې ورځ (۶/۲/۱۴۴۴) نېټه د لوړو زده کړو وزیر محترم مولوي الحاج عبدالباقي "حقاني"، د علمي چارو معین دکتور لطف الله " خیر خواه " د مالي او اداري چارو معین مولوی حافظ محمد حامد " حسیب " د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله " وحدت " د تقرر او علمي ترفیعات رئیس مفتاح الدین " عزام " او ورسره مل پلاوي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معین پوهاند جمشیدخان"رشیدي" د وزارت ځانګړی استازی او د پوهنتون مالي او اداري چارومعین انجینر سردارولي" صالحی" د پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالقدوس"مظهري" او د څارنې کمیټې غړو په حضور کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د عمومي غونډو په تالار کې آزموېنه واخېستل شوه،

د پوهنتون د علمي چارو معین ښاغلي پوهاند جمشید خان "رشيدي" او د مالي او اداري چارو معین انجینر سردارولي "صالحي" د آزموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت او امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنګه یې څرګنده کړه چې په پوهنتونونو کې د علمي کادر د استخدام معیار د کاندیدانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کېږي.

د یادونې وړه ده چې، په دې آزموینه کې (۱۸۳) د عربی ژبې بریالیو کاندیدانو نارینه او ښځینه وو ګډون درلود .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS