۱۴۰۰کال، د سلواغې ۲۳مه
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د وزارت په مرکزي ادارو او تحصیلي بنسټونو کې د قوانینو پر پلي کولو ټینګار وکړ او د مرکزي ادارو له مسوولانو یې وغوښتل، چې خپلې چارې د قوانینو په رڼا کې تر سره کړي، تر څو خلکو ته د لا ښه خدمت جوګه شي.
وروسته له اجنډا سره سم د هېواد د تحصیلي بنسټونو، استادانو، محصلانو او نورو اړوندو موضوعاتو پر ستونزو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.