کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته "د څېړنې رویشونو" ترسرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۵:۱۷
555
چهارشنبې ورځ د ١٩/١٢/١٤٤٥ ه.ق چې له ٦/٤/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون فرهنګې کمېټې لخوا د دعوت او ارشاد، د محصلانو خدماتو چارو او اسلامي ثقافت آمریتونو په همغږۍ، محصلینو ته د "څېړنې رویشونو" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې کړ.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنتون محصلانو چارو معاون، استادانو، اداري آمرینو او محصلینو ګډون درلود.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاون ښاغلي قاضي عبدالعزیز"عزیزی" په خپلو خبرو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له مسؤولینو څخه چې یاد سیمینار ته یې زمینه برابره کړې، منندویې وکړه، او محصلینو ته یې د څېړنې او خپلو زده کړو کې د پوره کوښښ کولو اړوند اړېنې سپارېښتنې وکړې.
یاد سیمینار د اجتماعي علومو پوهنځي استاد ښاغلي دوکتور رضا "عارفي" لخوا وړاندې شو.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS