کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د اجتماعي علومو پوهنځي استادانو سره غونډه ترسره کړه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۶:۵۹
6676
پنجشنبې ورځ د 27/2/1403 هـ.ش چې له 7/11/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اجتماعي علومو پوهنځی استادانو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، علمي چارو او تحقیقاتو او علمي مجلاتو معاون، اجتماعي علومو پوهنځي رئیس او استادانو په ګډون پیل شوه.
لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه له استادانو سره، د وړاندیزونو او نظرونو اورېدلو، په تدریسي چارو کې د ستونزو حل، پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې په پار نیول شوې.
ښاغلي “هاشمي” استادانو ته په تدریسي چارو کې د ستونزو حل، د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او پشنهادونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS