کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کیفیت لوړواي آمریت لخوا د درېیم پړاو سندونو ساتلو په پار ستاینغونډه ترسره شوه!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۴۹
44
سې شنبې ورځ د 21/10/1445 ه.ق. چې له 11/2/1403ه.ش نېټې سره سمون لري د کیفیت لوړاوي آمریت د درېیم پړاو سندونو ساتلو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئيسانو، ډیپارمنټونو آمرینو، استادانو او اداري آمرینو په ګډون سره پیل شوه.
لومړي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې ویاړ مبارکي ورکړه، همدارنګه یې د غونډې ګډوونکونکو ته په اداري کارونو کې د شفافیت، ښه والي، تعهد، او امانت دارۍ اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
وروسته، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان "رشیدي" په خپلو خبرو کې، د مبارکۍ ترڅنګ د درېیم پړاو سندونو ساتلو نتایج د غونډې ګډوونکونکو سره شریک کړل.
د یادولو وړ ده چې اول، دویم او درېیم مقام پوهنځیو او مربوطه آمریتونو او اداري برخو آمریتونو ته چې د درېیم پړاو سندونو ساتلو برخې کې یې لوړې نمرې اخیستې وې، ستاینلیکونه ورکړل شول.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

BACK TO NEWS