کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د والیبال سیالیو نیمه پایلوبې تر سره شوې!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۵:۲۹
455
شنبې ورځ د ٧/١/١٤٤٦ هـ.ق. چې له ٢٣/٤/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د والیبال سیالو نیمه پایلوبې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په جمنازیوم کې ترسره شوې.
یادې سیالۍ یو اوونې وړاندې د محصلانو خدماتو چارو آمریت لخوا د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په مرسته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نه ګوني پوهنځیو او اداري کارمندانو ترمنځ چې لس(١٠) ټيمونو په کې ګډون درلود، پیل شوې وې چې نن ورځ د څلورو مخکښو ټیمونو(اداري کارمندانو، اختصاصي علومو پوهنځي، طبیعي علومو پوهنځي او بدني روزنې او ورزشي علومو) ترمنځ سیالۍ ترسره شوې له یادو څلور ټیمونو څخه بدني روزنې او ورزشي علومو او طبیعي علومو پوهنځیو د یاد سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.
د یادولو وړ ده چې د یادو سیالیو پایلوبه راتلونکې دوشنبې ورځ د سهار لس(١٠) بجې ترسره کیږي

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS