کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې لخوا د پوهنځیو رئیسانو، دیپارټمنټونو آمرینو، استادانو او تدریسي مدیرانو ته د برېښنایې زده کړو HELMSدرې ورځنی ورکشاپ پیل شو!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۰:۵۷
144

پنجشنبې ورځ ٣٠/٥/۱۴۴۵ هــ ق چې له ٢٣/٩/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې لخوا د پوهنځیو رئیسانو، دیپارټمنټونو آمرینو، استادانو او تدریسي مدیرانو ته د پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې په ICT دفتر کې د (برېښنایي زده کړو پېژندنې، برېښانیي زده کړو اهدافو، برېښنایي زده کړو ضرورتونو او برېښنایي زده کړو میتودونو) HELMS اړوند، درې ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، دیپارټمنټونو آمرینو، معلوماتي تنکالوژۍ آمر، دعوت او ارشاد آمر، استادانو او تدریسي مدیرانو په ګډون پيل شو.

یاد ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ اړوند خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت لخوا د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې مسؤولینو ته دایر شوی وو، چې د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې لخوا به د استادانو ته د یاد ورکشاپ له لارې د برېښنایې زده کړو په برخو کې اړین معلومات ورکړل شي، همدارنګه یې د په هېواد کې د برېښنایې زده کړو په ارزښت اړوند خبرې وکړې او په یاد ورکشاپ کې د ټولو استادانو په ګډون کولو تأکید وکړ..

وروسته، د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان “رشیدي” په خپلو خبرو کې د ورکشاپ د ارزښت او اهمیت اړوند معلومات ورکړل، زیاته یې کړه: د دې ورکشاپ په پای ته رسېدو سره به د پوهنتون استادان به له ډېرو تجربو برخمن شي او برېښنایي برخو کې به له خنډ سره مخ نشي.

د یادولو وړ ده چې د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د ژبو او ادبیاتو او اختصاصي علومو پوهنځیو مسؤولینو ګډون درلود.

په پای کې د ښاغلي پوهنوال همایون "غفوري" لخوا د برېښنايي زده کړو ورکشاپ رسماً پیل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS