کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فقهې څانګې د درېیم سمسټر ماسټرۍ برنامې محصلینو د افغانستان اسلامي بانک ته علمي سفر وکړ!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۳:۷
ت4تک

شنبې ورځ د ٨/١٠/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٢٧/٦/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامې د فقهې څانګې د درېیم سمسټر محصلینو په بانکدارۍ مضمون کې د تحقیق کولو په پار د افغانستان اسلامي بانک ته علمي سفر وکړ.

په یاد سیر علمي کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او د فقهې څانګې د درېیم سمسټر محصلینو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" محصلینو ته د ښه سفر غوښتلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې ټولو محصلینو ته د اسلامي بانکدارۍ له اصولو څخه د پوهېدلو او د هغو ارزښت اړوند معلومات ورکړل او محصلینو ته یې په راتلوونکې کې د نورو سیر علمي برنامو ترتیب کولو وعده ورکړه، زیاته یې کړه: د یاد سیر علمي هدف او موخه د اسلامي بانکدارۍ له روشونو سره د محصلینو بلدتیا ده او کوښښ وکړئ چې له دې سیرعلمي څخه د خپلو زده کړو او څېړنو برخې کې پوره ګټه واخلئ.

یاد سیر علمي چې د محصلانو خدماتو چارو آمریت لخوا د فوق لېسانس برنامو آمریت په همغږۍ په لار اچول شوی وو، محصلینو د اسلامي بانکدارۍ له روشونو څخه لیدنه وکړه او د اسلامي بانکدارۍ له اصولو او مقرراتو څخه یې هراړخیز معلومات ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS