کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره " د لاټېکسlatex نرم افزار سره د بلدتیا" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۴۲
لیبل8یل7489+ثق

چهارشنبې ورځ ٢٦/٦/١٤٤٧ هــ ق چې له ٢٦/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي انکشاف آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې استادانو لپاره "د لاټېکسlatex نرم افزار سره د بلدتیا" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال، استادانو مسلکي پراختیا آمر، مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي رحمان ګل"وثیق" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو یې خوښي څرګنده کړه او د ورکشاپ اهمیت او ضرورتونو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: پوهنتون کې د څېړنیزو چارو ښه والي برخه کې د داسې ورکشاپونو دایرول ضروري او لازمي دي.

وروسته، د استادانو مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار"څپاند" ګډونوالو سره د ورکشاپ دایرولو د اهدافو او ضرورتونو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل.

 یاد ورکشاپ د ښاغلي پوهنیار رحمان"فرجام" لخوا وړاندې شو او (د لاټیکس نرم افزار څخه د ګټه اخېستنې هدف، یاد نرم افزار ښېګڼو، دغه نرم افزار د کارولو وسایلو او یاد نرم افزار کې د فارسي فونټ کارولو روش)موضوعاتو اړوند یې له استادانو سره هراړخیز معلومات شریک کړل. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS