کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استراتیژيک پلان څېړلو غونډه ترسره شوه !

yasin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۰:۵۶
44

سې شنبې ورځ د ٢٩/١٢/۱۴۰۲ ه.ش چې ٩/٩/۱۴۴۵ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پنځه کلن (۱۴۰۱-۱۴۰۵) استراتیژيک پلان څېړلو غونډه د لوړو زده کړو وزارت پلان او پالېسۍ رئیس ورسره مل پلاوي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو معاون او استراتیژیک پلان د بورد مسؤول به ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سیدبشیرآغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت پلان او پالېسۍ رئیس راتګ په پار خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه چې د لوړو زده کړو وزارت څخه مو هیله ده چې د یاد استراتیژیک پلان په پلي کولو کې له مونږ سره هر اړخیزه همکاري وکړي؛ ځکه چې ددې پلان په پلي کېدو سره به تر راتلونکي پنځو کلونو پورې د پوهنتون ټولې ستونزې حل شي.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالېسۍ رئیس ښاغلي مفتي رضوان الله "منیب"خوښي څرګنده کړه: چې د یو اکاډمیک چاپیریال د راتلونکي پنځه کلن مسیر لپاره استراتیژیک پلان جوروي، زیاته کړه، لوړو زده کړو وزارت تاسو سره د پلان په عملي کولو کې پوره همکار دی او استراتیژیک پلان باید د کاغذ پر مخ پاتې نشي؛ بلکې د پلي کېدو علمي بڼه ولري.

غونډه د دعایې ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS