کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۳:۲۴
4555

دوشنبې ورځ د ۱۶/۱۱/١٤٠٢ ه.ش چې له ۲۴/۷/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې، اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لخوا دایر شوي ملي کنفرانس اړوند هر ارخیزي خبرې وکړې او د پوهنتون له ټولو کارکوونکو څخه یې مننه وکړه چې یاد کنفرانس کې یې زیار ایستی وو، زیاته یې کړه: چې راتلوونکي کال کې به په نړیواله سطحه په علمي او تحقیقي برخه کې کنفرانس دایر کړو.

د غونډې په جریان کې، د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو:

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لخوا ترسره شوي ملي کنفرانس مثبتو او منفي ټکو په ډاګه کول، په منظمه او ښه توګه د ورځنیو دندو مخته وړلو او د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پلاوي چې نږدې ورځو کې به پوهنتون ته تشریف راوړي د پوره همکارۍ کولو، اړوند بحث او خبرې وشوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۲۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د سلام خصوصي پوهنتون له مسؤولینو سره لیدنه وکړه!

چهارشنبې ورځ د ٨/١٠/۱۴۴۵ هـــ.ق. چې له ٢٩/١/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیرآغا "هاشمي" د سلام خصوصي پوهنتون له مسؤولینو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، د لېسانس دورې نه ګوني پوهنځیو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د 1403 کال نوي سمسټر درسونو لړۍ شنبې ورځ 1/2/1403.ه.ش چې له 11/10/1445 هـ.ق. نېټې سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۱۰:۲۲
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د مبارکۍ پیغام!

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ

(تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكُمْ صَالِحَ الْأَعْمَالِ)

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلی شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د 1445ه.ق. . .

BACK TO NEWS